کابل ټکی کام (یکشنبه، ۱۳ غویی، ۱۴۰۵ل)
د اسرائیلي رژیم پخواني لومړي وزیر “نفتالي بینت” په خپلو تازه څرګندونو کې په ښکاره ډول د فلسطین د یوه خپلواک دولت له جوړېدو سره مخالفت څرګند کړی دی.
نوموړي ویلي چې د فلسطین د خپلواک هېواد د جوړېدو موضوع نور مطرح نه ده او دا مسله له اجنډا څخه ایستل شوې ده.
هغه دغه څرګندونې په داسې حال کې کړي چې د فلسطین د خلکو د برخلیک ټاکلو موضوع لا هم د نړیوالو سیاسي بحثونو یوه مهمه برخه بلل کېږي، خو د اسرائیلي چارواکو له لوري پر دې موضوع د مخالفت دریځونه دوام لري.

















