ابراهیم ذوالفقاري: د اماراتو له خاورې د ایران پر ضد هر اقدام ته به غاښ ماتونکی ځواب ورکړل شي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۷ غویی، ۱۴۰۵ل)
‏د ایران اسلامي جمهوریت د خاتم الانبیاء د مرکزي قرارګاه ویاند خبرداری ورکړی، که د متحده عربي اماراتو له خاورې څخه د ایران د ټاپوګانو، بندرونو او سواحلو پر ضد کوم اقدام وشي، تهران به “ځپونکی او پښېمانه کوونکی” ځواب ورکړي.
د پارس ټوډي د راپور له مخې، د یادې قرارګاه ویاند “ډګروال ابراهیم ذوالفقاري” ویلي، چې د ایران وسله والو ځواکونو په وروستیو ورځو کې د اماراتو پر ضد هېڅ ډول توغندیز او د بې پیلوټه الوتکو بریدونه نه دي کړي او که داسې اقدام شوی وای، په ښکاره به اعلان شوی وای.
هغه د اماراتو د دفاع وزارت وروستي راپورونه “په بشپړه توګه درواغ” بللي او ویلي یې دي چې له حقیقت سره هېڅ تړاو نه لري.
ذوالفقاري د اماراتو چارواکو ته په خطاب کې ویلي، امارات باید د امریکایانو، صهیونیستانو او د هغوی د ځواکونو او جنګي تجهیزاتو په مرکز بدل نه شي او اسلامي نړۍ سره “خیانت” ونه کړي.
هغه زیاته کړې، امارات دې ځان د امریکا او اسرائیلو په “لوبو” کې نه ښکېلوي او د ایران مسلمان ولس دې د “بې بنسټه تبلیغاتو او تورونو” هدف نه ګرځوي.
د خاتم الانبیا د مرکزي قرارګاه ویاند ټینګار کړی، چې امارات اوس د سیمې د ناامنۍ په مرکز بدل شوی او د امریکا او اسرائیلو د پوځي تجهیزاتو کوربتوب کوي.

Related Articles

Back to top button