د ایران-امریکا جګړې د اماراتو اقتصاد ته درانه زیانونه اړولي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۷ غویی، ۱۴۰۵ل)

‏د متحده عربي اماراتو اقتصاد د ۲۰۲۶م کال د جګړو له امله له جدي فشارونو سره مخ شوی او تازه راپورونه ښيي چې د امریکا او اسرائیلو له لوري پر ایران د بریدونو اغېزو د دغه هېواد پر مهمو اقتصادي سکتورونو پراخ منفي تاثیرات کړي دي.
د معلوماتو له مخې، د اماراتو سټاک بازار شاوخوا ۱۲۰ میلیارد ډالر زیان لیدلی، په داسې حال کې چې د ګرځندوی سکتور هم سخت اغېزمن شوی دی.
راپورونه زیاتوي چې د منځني ختیځ د ګرځندوی ورځني لګښتونه نږدې ۶۰۰ میلیون ډالرو ته رسېږي چې لویه برخه یې اماراتو پورې تړاو لري. په دوبۍ کې د جګړې له پیل وروسته د هوټلونو د نیولو کچه د ۱۵ تر ۲۰ سلنې پورې راکمه شوې، حال دا چې د روان کال په لومړیو میاشتو کې دا کچه تر ۸۴ سلنې لوړه وه.
همداراز ویل شوي چې د امارات هوايي شرکت خپلې الوتنې د پخواني پلان په پرتله ۴۰ سلنه کمې کړې دي.
د دوبۍ او ابوظهبي د بورسونو شاخصونه هم په ترتیب سره ۴.۷ او ۳.۳ سلنه راټیټ شوي چې دا د وروستیو کلونو تر ټولو لوی کمښت بلل کېږي.
اقتصادي شنونکي وایي، هوايي شرکتونه او د املاکو لوی شرکتونه لکه ایر عربیا، ایمار او الدار تر ټولو زیات زیانمن شوي دي.
د راپورونو له مخې، د املاکو سکتور چې په تېرو کلونو کې په چټکۍ سره وده کړې وه، اوس تر سخت فشار لاندې راغلی او ګڼ پلورونکي خپل ملکیتونه د ۱۲ تر ۱۵ سلنې تخفیف سره بازار ته وړاندې کوي.

Related Articles

Back to top button