اصف درانی: هېڅوک دې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۹ غویی، ۱۴۰۵ل)
د افغانستان لپاره د پاکستان پخواني ځانګړي استازي “اصف دراني” ویلي چې هېڅ هېواد او لوری باید د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه کړي.
نوموړي پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي چې په افغانستان کې د هر ډول بدلون راوستل خپله د افغانانو مسوولیت دی او بهرني لوري باید د دوی په پرېکړو کې مداخله ونه کړي.
اصف دراني زیاته کړې: «افغانان په خپل حال پرېږدئ، هغوی به له خپلو ستونزو څخه د وتلو لاره پيدا کړي.»
د هغه په وینا، د افغانستان د مسئلو حل باید د افغانانو لهخوا او د ملي تفاهم له لارې ترسره شي.



