ایراني چارواکی: متحده عرب اماراتو د ایران پر ضد جګړه کې پوځي او استخباراتي همکاري کړې

کابل ټکی کام (جمعه، ۱۸ غویی، ۱۴۰۵ل)
د ایران اسلامي جمهوریت د پارلمان د ملي امنیت کمېسیون غړي، “علي خضریان”، متحده عرب امارات تورن کړي چې د ایران پر ضد روانه جګړه کې یې “مهمې پوځي او استخباراتي همکارۍ” ترسره کړې دي.
نوموړي په خپلو څرګندونو کې ادعا کړې چې “داسې جدي شکونه شته” چې اماراتو له ځینو الوتکو د خپل بیرغ تر لرې کولو وروسته نېغ‌په‌نېغه د ایران پر خاوره بریدونه کړي دي.
خضریان ویلي، د دغو ادعاوو په اړه څېړنې روانې دي او ایران به د هر هغه اقدام پر وړاندې مناسب غبرګون وښيي چې د هېواد امنیت ته ګواښ پېښ کړي.
متحده عرب اماراتو تر اوسه د دغو تورونو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

مربوطه مطالب

Back to top button