جنوبي لبنان کې صهیونیستي ځواکونو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۹ غویی، ۱۴۰۵ل)
د راپورونو له مخې، د حزب الله اسلامي مقاومت ځواکونو جنوبي لبنان کې پر صهیونیستي اشغالګرو بریدونه کړي دي.
سرچینې وایي، په دغو بریدونو کې ۳ صهیونیستي پوځیان وژل شوي او ۵ نور ټپیان دي.
تر اوسه د اسرائیلو پوځ په رسمي ډول د دغې مرګ‌ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي؛ خو په سیمه کې د تاوتریخوالي د زیاتېدو راپورونه ورکول کېږي.
د ویلو ده، چې جنوبي لبنان کې له تېرو ۳ میاشتو راهیسې د صهیونیستي پوځیانو او حزب الله ځواکونو ترمنځ خونړۍ نښتې روانې دي.

مربوطه مطالب

Back to top button