عباس عراقچي: امریکا د پوځي اقداماتو له لارې دیپلوماسي له منځه وړي

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۹ غویی، ۱۴۰۵ل)
د ایران د بهرنیو چارو وزیر “عباس عراقچي” امریکا تورنه کړې چې د پوځي اقداماتو له لارې د دیپلوماسۍ بهیر زیانمنوي.
عراقچي ویلي، هر کله چې د خبرو اترو او سیاسي حل لپاره زمینه برابره شي، امریکا پوځي لارو ته مخه کړي او د کړکېچ د زیاتېدو سبب ګرځي.
هغه ټینګار کړی، چې ایرانیان به د فشارونو او ګواښونو پر وړاندې تسلیم نه شي، خو د ده په وینا، “دیپلوماسي تل قرباني کېږي.”
د ایران د بهرنیو چارو وزیر د امریکا د استخباراتي ادارې هغه ارزونه هم ناسمه بللې چې د ایران د توغندیو د زېرمو په اړه شوې وه. نوموړي ویلي، د ایران د توغندیو زېرمه او د توغولو وړتیا د پخوا په پرتله لا زیاته شوې ده.

مربوطه مطالب

Back to top button