مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۸۷۹ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۹ غویی، ۱۴۰۵ل)

د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون وایي، د جمعې په ورځ ۸۷۹ کډوالې کورنۍ د تورخم، سپین بولدک، ورېښمو لارې او اسلام کلا له لارو هېواد ته راستنې شوې دي.

د کمېسیون د راپور له مخې، په دغو کورنیو کې ۴۵۹۴ کسان شامل وو زياتوي چې ۸۱۶ کورنۍ له ۴۰۹۰ کسانو سره خپلو ولایتونو ته په خوندي ډول لېږدول شوي او د ټرانسپورټ کمېټو له لوري ورته د کرایې اسانتیاوې هم برابرې شوې دي.

راپور کې راغلي، چې له ۸۳۵ راستنو شویو کورنیو سره نغدي مرستې شوې او سلګونه کسانو ته روغتیايي خدمات، خوراکي توکي او مخابراتي اسانتیاوې وړاندې شوي او ۹۰۷ سیمکارتونه د وړیا دقیقو او انټرنېټي بستو سره وېشل شوي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button