اسلامقلعه کې ۱۰ ټنه بېکیفیته اوسپنه او نږدې ۲ ټنه بټرۍ بېرته مسترد شول

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۹ غویی، ۱۴۰۵ل)
د معیار او کیفیت اداره وایي، د اسلامقلعه بندر له لارې وارد شوې شاوخوا ۱۰ ټنه نبشي ډوله بېکیفیته اوسپنه او ۱۹۲۵ کیلوګرامه بټرۍ د لابراتواري ارزونو وروسته بېرته صادرونکي هېواد ته مسترد شوې دي.
د ادارې په وینا، یادې محمولې له تخنیکي ارزونې او ازموینو وروسته د کیفیت له معیارونو سره برابرې نه وې تشخیص شوې او د هېواد بازارونو ته یې د داخلېدو مخه نیول شوې ده.
مسوولان زیاتوي چې په ټولو بندرونو کې د وارداتي توکو د کیفیت د کنټرول او تثبیت بهیر په جدي ډول دوام لري او د غیرمعیاري توکو د واردېدو د مخنیوي لپاره به دوامداره اقدامات ترسره کېږي.



