اسحاق ډار: پاکستان له افغانستان سره د همکاریو پراخولو هڅه کوي

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۹ غویی، ۱۴۰۵ل)
د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر “محمد اسحاق ډار” ویلي، چې اسلام‌اباد هڅه کوي له افغانستان، چین، بنګله‌دېش او نورو هېوادونو سره درې‌اړخیزې همکارۍ پراخې کړي.
نوموړي تېره شپه د لاهور ښار کې د جنوبي اسیا د حسابدارۍ فدراسیون (SAFA) کنفرانس ته د وینا پر مهال وویل، پاکستان نور نه‌شي کولی په انزوا کې پاتې شي او اړتیا ده چې د سیمې هېوادونو سره خپلې اړېکې پیاوړې کړي.
هغه زیاته کړه، د جنوبي اسیا هېوادونه د اقتصادي همکاریو له لارې سترې اقتصادي ګټې ترلاسه کولی شي او ټینګار یې وکړ چې د سیمې ثبات، اتصال او ګډه همکاري د ټولو هېوادونو په ګټه ده.
اسحاق ډار همداراز ویلي، چې پاکستان غواړي له ګاونډیو او سیمه‌ییزو هېوادونو سره د باور فضا پیاوړې او اقتصادي مشارکتونه پراخ کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button