کابل کې په ۱۶ مسیرونو کې د ټونس او شخصي موټرو تګ بند؛ یوازې بسونو او ټکسیو ته ځانګړي شول

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۹ غویی، ۱۴۰۵ل)

د کابل عامه ښاري ټرانسپورټ تنظیم ریاست وایي، د کابل ښار په ۱۶ مهمو مسیرونو کې د ټونس او شخصي پلېټ لرونکو موټرو فعالیت درول شوی او پر ځای یې د منظم ښاري ټرانسپورټي خدمتونو وړاندې کول پیل شوي دي.

د یاد ریاست په وینا، دغه پرېکړه د ښاري ټرانسپورټ د لا تنظیم، د ترافیکي ګډوډۍ د کمېدو او د ښاریانو لپاره د خوندي او اسانه تګ راتګ په موخه عملي شوې ده. ویل کېږي چې له دې وروسته به په دغو مسیرونو کې د بسونو، ټکسیو او مارسډېس موټرو له لارې منظم ټرانسپورټي خدمات وړاندې کېږي.

د کابل ښار میرویس میدان – دشت برچي، قمبر څلور لارې، پل سوخته او پوهنتون مسیرونه هم په هغو سیمو کې شامل دي چې نوې طرحه پکې تطبیق شوې ده.

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت ویلي، هڅه کوي د کابل ښار په ټولو مسیرونو کې ټرانسپورټي خدمات معیاري، منظم او د ټرانسپورټي اصولو مطابق وړاندې کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button