نیویارک ټایمز: روسیې، چین او شمالي کوریا د ایران په ملاتړ د امریکا د کمزوري کولو هڅه کوله

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲۰ غویی، ۱۴۰۵ل)
امریکايي ورځپاڼې نیویارک ټایمز راپور ورکړی چې له ایران سره د امریکا د جګړې پر مهال روسیې، چین او شمالي کوریا په پرلپسې ډول هڅه کوله چې د ایران په ملاتړ هر ډول ممکنه همکاري او مرسته ترسره کړي.
د راپور له مخې، دغو درېیو هېوادونو هڅه کوله چې امریکا په جګړه کې ښکېله وساتي او ستراتیژیکه ماته ورکړي.
ورځپاڼه زیاتوي، روسیې، چین او شمالي کوریا په بېلابېلو لارو هڅه کوله چې امریکا له پوځي، سیاسي او اقتصادي ستونزو سره مخ کړي.



