صهیونیستي رسنۍ: اسرائیلي پوځ د حزب الله د بې پیلوټه الوتکو پر وړاندې چمتووالی نه درلود

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲۰ غویی، ۱۴۰۵ل)
صهیونیستي رسنیو اعتراف کړی، چې د اسرائیلو پوځ د لبنان د اسلامي مقاومت حزبالله د کوچنیو او ځانوژونکو بېپيلوټه الوتکو پر وړاندې بشپړ چمتووالی نه درلود.
«یروشلم پوسټ» ورځپاڼې راپور ورکړی، چې د وروستیو اونیو تحولاتو وښودله، چې د اسرائیلو پوځ د حزبالله د ډرونونو د چټک پرمختګ، سرعت او ځواک د مقابلې لپاره لازم چمتووالی نه درلود.
ورځپاڼه زیاتوي، د حزبالله بېپيلوټه الوتکو د اسرائیلو پوځ له جدي امنیتي او دفاعي ننګونو سره مخ کړی دی.
بلخوا «یدیعوت احارانوت» هم راپور ورکړی چې اسرائیلو د لبنان په جنوب کې د «Iron Drone Raider» په نوم د هوايي دفاع سیستم ځای پر ځای کړی، څو د حزبالله له ځانوژونکو ډرونونو سره مقابله وکړي.
خو د اسرائیلو پوځي سرچینو اعتراف کړی چې دغه سیستم تر اوسه د هدفونو په پېژندلو او شنډولو کې د پام وړ بریا نه ده لرلې او مطلوبه پایله یې نه ده ورکړې.



