سپاه پاسداران: د ایران پر بېړیو برید به پر امریکايي مرکزونو د سختو بریدونو لامل شي

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲۰ غویی، ۱۴۰۵ل)

د ایران د اسلامي انقلاب ساتونکي ځواک ‘سپاه پاسداران” خبرداری ورکړی، که د ایران د تېلو پر ټانکرونو او سوداګریزو بېړیو هر ډول برید وشي، نو د سیمې دننه به پر امریکايي پوځي مرکزونو او د دښمن پر بېړیو سخت او پراخ بریدونه ترسره شي.
د سپاه په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، چې د ایران سمندري او اقتصادي ګټو ته هر ډول ګواښ به بې ځوابه پاتې نه شي او د ایران ځواکونه د هر اقدام لپاره بشپړ چمتووالی لري.

مربوطه مطالب

Back to top button