عبدالملک حوثي: د ایران پر وړاندې جګړه ټوله سیمه د بې ثباتۍ له جدي ګواښ سره مخ کولی شي

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۹ غویی، ۱۴۰۵ل)
د یمن د انصارالله اسلامي غورځنګ مشر “سید عبدالملک بدرالدین حوثي” خبرداری ورکړی، چې د ایران پر وړاندې جګړه به یوازې یوه هېواد پورې محدوده نه وي، بلکې د ټولې سیمې امنیت او ثبات به له جدي خطر سره مخ کړي.
هغه ویلي، د سیمې اوسنی حساس وضعیت د دې غوښتنه کوي چې شخړې د خبرو او سیاسي تفاهم له لارې حل شي، ځکه پوځي اقدامات به پراخې او نه جبرانېدونکې پایلې ولري.
حوثي ټینګار کړی، چې د جګړې پراخېدل به د سیمې پر اقتصاد، انرژۍ او امنیت مستقیم اغېز وکړي.
حوثي یوځل بیا له ایران څخه خپل بشپړ ملاتړ اعلان کړی، له یمني ځواکونو او سیمه کې د صهیونیستي ضد مقاومت محور له ډلو غوښتي، چې یوې پراخې جګړې ته چمتوالی ونیسي.



