افغانستان او قرهقالپاقستان د ۱۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت ۱۳ سوداګریز تړونونه لاسلیک کړل

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۲۰ غویی، ۱۴۰۵ل)
د افغانستان او قرهقالپاقستان د خصوصي سکټورونو ترمنځ د څه باندې ۱۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت ۱۳ سوداګریز تړونونه لاسلیک شول.
دغه تړونونه تېره شپه په کابل کې د سوداګریزو اړیکو او تجارتي تواصل کنفرانس په پای کې د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي او د قرهقالپاقستان د عالي مجلس رییس امان بای اورینبایوف په حضور کې لاسلیک شول.
د چارواکو په وینا، یادې هوکړې د دواړو لورو د خصوصي سکټورونو ترمنځ له پراخو خبرو او سوداګریزو ناستو وروسته نهايي شوې دي. په دغو تړونونو کې د اوړو فابریکې جوړول، د اوړو، سمنټو، غوړیو او مکروني واردات شامل دي.
همداراز، د دغو سوداګریزو هوکړو له مخې به افغانستان قرهقالپاقستان ته مڼې، انار، کچالو او زیره صادر کړي.
مسوولین وایي، دا تړونونه به د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو او سوداګریزې راکړې ورکړې د پراختیا لپاره مهم ګام ثابت شي.



