بقایي: د ټرمپ څرګندونې له رسواکوونکي تناقض سره مخ دي

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲۰ غویی، ۱۴۰۵ل)
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند “اسماعیل بقایي” د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، چې هغه د اټومي موضوع د حل ادعا کوي، خو په ورته وخت کې د اټومي ګواښونو یادونه کوي، چې دا یو ښکاره او رسواکوونکی تناقض دی.
بقایي په خپل پیغام کې ویلي دي چې د ټرمپ د دریځونو او څرګندونو ترمنځ جدي ټکر او ضدونقیض حالت لیدل کېږي.
هغه ټینګار کړی، چې له یوې خوا د سولې او د اټومي بحران د مخنیوي خبرې کېږي، خو له بلې خوا د زور او ګواښ ژبه کارول کېږي، چې دا ډول تګلاره د نړیوال ثبات لپاره اندېښمنوونکې ده.

مربوطه مطالب

Back to top button