پوهنې وزارت د ولسوالیو او ښوونیزو حوزو لپاره ۱۰۶۰ اداري بستونه اعلان کړل

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۲۰ غویی، ۱۴۰۵ل)
د پوهنې وزارت د ازادې سیالۍ له لارې د ولسوالیو آمریتونو او ښوونیزو حوزو لپاره ۱۰۶۰ خالي اداري بستونه اعلان کړل.
د یاد وزارت مسوولینو ویلي، د دغو بستونو اعلان موخه د ښوونیزو چارو ښه تنظیم، روڼتیا، د کاري فرصتونو رامنځته کول او د ښوونیزو خدمتونو پراختیا ده.
د پوهنې وزارت د کیفیت او تنظیم مرستیال مولوي عبدالخالق صادق ویلي، یاد بستونه د څلورم بست په کچه دي او د ازموینې پروسه به په بشپړ شفاف ډول ترسره شي.
د نوموړي په وینا، پوهنې وزارت پلان لري چې راتلونکی کال د هېواد په ټولو ولایتونو کې نمونوي ښوونځي جوړ کړي او د لېسې دورې رشتهبندي هم عملي کړي.
هغه زیاته کړې، چې په دغو ښوونځیو کې به د لوړ استعداد لرونکو زدهکوونکو لپاره د مجربو استادانو له لوري معیاري زدهکړې وړاندې کېږي، چې د ښوونې او روزنې د کیفیت په لوړولو کې به مهم رول ولوبوي.



