پنجشېر کې د ۲.۴ میلیونه ډالرو په لګښت د پاکو اوبو ۵۰ پروژې پلې کېږي

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۲۰ غویی، ۱۴۰۵ل)
د پنجشېر ولایت مسوولین وایي، روان کال به په دغه ولایت کې د څښاک پاکو اوبو رسولو له ۵۰ ډېرې پروژې پلې شي، چې ټولیز لګښت یې ۲ میلیونه او ۴۰۰ زره امریکايي ډالره اټکل شوی دی.
د پنجشېر والي محمد اغا حکیم ویلي، د څښاک پاکو اوبو کمښت د خلکو له اساسي ستونزو څخه و او په تېرو کلونو کې دې برخې ته لازم پام نه و شوی په خبره يې، د اسلامي امارت له مشرتابه او مرستندویه بنسټونو سره تر همغږۍ وروسته اوس درې بنسټونه د پاکو اوبو رسولو په برخه کې فعالیت کوي.
د یادو پروژو تمویل د نړۍوال بانک له لوري کېږي او د شتل، رخه، عنابه، حصه اول، پریان او بازارک ولسوالیو کې به عملي شي.
بلخوا، د پنجشېر یو شمېر اوسېدونکو د دغو پروژو هرکلی کړی او وایي، مخکې ګڼو کورنیو پاکو اوبو ته لاسرسی نه درلود.



