ترکي پانګوالو افغانستان کې د برېښنا ټوربینونو او ترانسفارمرونو تولید ته چمتوالی ښودلی

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۲۰ غویی، ۱۴۰۵ل)

د ترکیې اېپیکیول انرژي او پایرو انرژي شرکتونو مسؤولینو د افغانستان برېښنا شرکت له اجرائیوي رئیس ملا عبدالحق همکار سره په لیدنه کې د برېښنا تولید ټوربینونو، ترانسفارمرونو او عصري ځیرکو مېټرونو د تولید برخه کې د پانګونې لېوالتیا ښودلې ده.

د افغانستان برېښنا شرکت ویلي، د هېواد دننه یې د برېښنا او برېښنايي تجهیزاتو تولید لپاره د پانګونې مناسب شرایط برابر کړي دي.

د ترکیې د اېپیکیول انرژۍ رئیس محمدپاشاه اېپیکیول او د پایرو انرژۍ شرکت رئیس حامد جان ویلي، چې غواړي په افغانستان کې د برېښنا تجهیزاتو د تولید په برخه کې عملي پانګونه وکړي. د برېښنا شرکت په وینا، د دواړو لورو ترمنځ به د راتلونکو ناستو پر مهال د پانګونې د څرنګوالي او اړتیاوو په اړه نورې تخنیکي خبرې هم وشي.

مربوطه مطالب

Back to top button