مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ کې ۷۷۴ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۲۰ غویی، ۱۴۰۵ل)

د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون وايي، په تېره یوه ورځ کې د هېواد له بېلابېلو لارو ۷۷۴ افغان کډوالې کورنۍ، چې د غړو شمېر یې ۴۰۳۰ کسانو ته رسېږي، هېواد ته راستنې شوې دي.

د کمېسیون د معلوماتو له مخې، راستنو شویو کډوالو ته د ثبت، لېږد، روغتیا، خوراکي توکو او مخابراتي خدمتونو ترڅنګ نغدي مرستې هم ورکړل شوې دي.

یوازې د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري سلګونو کورنیو ته میلیونونه افغانۍ وېشل شوې او ۷۸۹ سیمکارټونه هم پر کډوالو وېشل شوي دي. همداراز ۷۴۸ کورنۍ خپلو اصلي ولایتونو ته په خوندي ډول لېږدول شوې دي.

بلخوا، د کډوالو د دایمي مېشتېدنې او ځمکو وېش کمېټې ویلي، په تېره یوه ورځ کې ۱۱۸۵ راستنو شویو کورنیو ته د هستوګنې ځمکې وېشل شوې دي.

دغې کمېټې زیاته کړې، چې تر دې مهاله په ټول هېواد کې له ۲۰ زرو څخه ډېرې د ځمکو نمرې پر راستنو شویو کډوالو وېشل شوې او دا لړۍ دوام لري.

مربوطه مطالب

Back to top button