وال سټریټ ژورنال: اسراییلو ایران سره د جګړې پر مهال په عراق کې پوځي مرکز جوړ کړی

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲۰ غویی، ۱۴۰۵ل)
وال سټریټ ژورنال د امریکایي چارواکو او خپلو سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې اسراییلي ځواکونو د ایران سره د جګړې په ترڅ کې د خپل هوايي ځواک د ملاتړ لپاره د عراق په یوه دښته کې پوځي مرکز جوړ کړی دی.
د راپور له مخې، اسراییلو د جګړې له پیل وروسته پر عراقي ځواکونو هم هوايي بریدونه کړي، وروسته له هغې چې هڅه یې کوله دغه مرکز وپېژني او کشف یې کړي.
سرچینې زیاتوي، چې یاد پوځي مرکز چې ځانګړي اسراییلي ځواکونه پکې ځای پر ځای شوي وو، د جګړې له پیل وړاندې د امریکا په همغږۍ جوړ شوی و.



