د امریکا دفاع وزارت: د سمندري کلابندۍ له پیل راهیسې یې ۵۸ سوداګریزې بېړۍ لارې بدلولو ته اړ کړي

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲۰ غویی، ۱۴۰۵ل)
د امریکایي پوځ مرکزي قوماندانۍ خبر ورکړی، چې د ایران د بندرونو پر ضد د سمندري محاصرې له پیل راهیسې یې تر اوسه ۵۸ سوداګریزې بېړۍ لارې بدلولو ته اړ کړې دي.
د امریکا دفاع وزارت پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي: چې د اپرېل له ۱۳مې راهیسې امریکایي ځواکونو په منځني ختیځ کې څلور ایراني بېړۍ له کاره غورځولې دي، څو د ایران بندرونو ته د هغوی د داخلېدو او وتلو مخه ونیول شي.
د امریکا پوځ د جمعې په ورځ اعلان کړی و چې پر دوو ایراني نفت‌لېږدوونکو بېړیو یې ډزې کړې او له کاره یې غورځولې دي او د چهارشنبې په ورځ هم یوه بله د ایران په بیرغ چلېدونکې نفت‌لېږدوونکې بېړۍ په نښه شوې وه.
د ویلو ده، چې د ایران وسله والو ځواکونو تر اوسه د امریکایي پوځ د وروستیو ادعاوو په اړه کوم غبرګون نه دې ښودلی؛ خو تر دې وړاندې یې د امریکایي اشغالګرو ادعاوې رد کړې دي.

مربوطه مطالب

Back to top button