افغان ځواکونه ادعاء کوي چې د موسی کلا ولسوالۍ ودانۍ یې نیولې ده
کابل ټکی کام ۲۶/۱۳۹۴
راپور: احمدالله مهاجر
افغان ځواکونو د هلمند د موسی کلا ولسوالۍ ودانۍ او د یوې لویې پوځي اډې د نیولو ادعاء کړې.
افغان پوځ رسنیو ته په استول شوي پیغام کې ویلي دي چې تېره شپه د وږي په ۲۵مه له جګړې پرته د موسی کلا ولسوالۍ ودانۍ او د افغان پوځ یوه لویه پوځي اډه له وسلوالو طالبانو څخه نیولې ده.
د هلمند د ولایتي شورا د غړي عبدالمجید اخندزاده په وینا چې لسګونه طالب وسلوال له موسی کلا څخه کجکي ولسوالۍ ته د جګړې لپاره تللي، امنیتي ځواکونه وتوانېدل چې پرته له جګړې موسی کلا ولسوالۍ ونیسي.
دی وایي چې نن سهار سیمې ته لسګونه تنه افغان ځواکونه رسېدلي دي او جګړه روانه ده.
د یادونې وړ ده چې څو اونۍ وړاندې موسی کلا ولسوالۍ د سختو جګړو وروسته د طالب وسلوالو لاسته لوېدلې وه.



