ټولګټو وزارت: تېره اوونۍ د اوسپنې پټلۍ له لارې تر ۲۳۵ زره ټنه ډېر توکي لېږدول شوي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۲ غویی، ۱۴۰۵ل)
د ټولګټو وزارت وايي، په تېره یوه اوونۍ کې د هېواد د اوسپنې پټلۍ له لارې ۲۳۵ زره او ۳۶۲ مټریک ټنه نفتي او غیر نفتي توکي انتقال شوي دي.
د دغه وزارت د ویاند محمد اشرف حقشناس په وینا، د حیرتان، آقینې، تورغونډۍ او خواف ـ هرات اوسپنیزو کرښو له لارې دغه انتقالات ترسره شوي دي.
د نوموړي په خبره، د حیرتان بندر له لارې ۱۶۰ زره او ۶۳ ټنه، د آقینې بندر له لارې ۱۸ زره او ۶۹۵ ټنه، د تورغونډۍ بندر له لارې ۲۳ زره او ۶۱۶ ټنه او د خواف ـ هرات کرښې له لارې ۳۲ زره او ۹۸۸ ټنه توکي لېږدول شوي دي. هغه زیاته کړې چې په دغو انتقالاتو کې ۱۱۹۲ ټنه صادرات هم شامل دي.
د ټولګټو وزارت د معلوماتو له مخې، په صادر شویو توکو کې تر ډېره وچه مېوه، معدني ډبرې او د انارو جوس شامل دي.



