کورنيو چارو وزارت: په ۶ ولایتونو کې ۲۲ تنه د بېلابېلو جنايي جرمونو په تړاو نیول شوي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۲ غویی، ۱۴۰۵ل)

د کورنیو چارو وزارت وایي، د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې پولیسو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په شپږو ولایتونو کې د بېلابېلو عملیاتو پر مهال ۲۲ تنه د غلا، قماربازۍ او د عامه نظم د ګډوډولو په تړاو نیولي دي.

د معلوماتو له مخې، په جوزجان کې ۸ تنه د قماربازۍ او ۲ تنه د غلا په تړاو نیول شوي، په بلخ ولایت د مزارشریف ښار کې ۳ تنه له یوه کور څخه د ۸۶ زره افغانیو او ۳۰۰ امریکایي ډالرو د غلا په تور نیول شوي او په نیمروز کې ۴ تنه د موبایلونو د غلا په تړاو نیول شوي دي.

 همداراز، په غزني کې ۲ تنه غله، په لغمان کې ۲ تنه د عامه نظم د ګډوډولو په تړاو او په غور ولایت کې یو تن د څارویو د غلا په تور نیول شوی دی.

مربوطه مطالب

Back to top button