مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۱۲۷۷ افغان کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۲ غویی، ۱۴۰۵ل)

د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء وایي، چې په تېره یوه ورځ کې د تورخم، سپین بولدک، ورېښمو لارې او اسلام کلا له لارې ۱۲۷۷ افغان کډوالې کورنۍ، چې ۵۰۹۵ غړي یې لرل، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي.

د راپور له مخې، یوازې د تورخم له لارې ۹۰۶ کورنۍ او د سپین بولدک له لارې ۲۲۰ کورنۍ هېواد ته داخلې شوې دي.

د کمېسیون په وینا، ۷۸۴ کورنۍ بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوې او سلګونه راستنېدونکو کورنیو ته نغدي مرستې، روغتیايي او مخابراتي خدمات وړاندې شوي دي.

همداراز، په اوو ولایتونو کې ۱۴۰۳ راستنو شویو کورنیو ته د استوګنې ځمکې وېشل شوې دي، چې تر دې مهاله د وېشل شوو نمراتو ټولیز شمېر ۲۲ زره او ۸۵۱ ته رسېدلی دی.

مربوطه مطالب

Back to top button