په جنوبي لبنان کې حزب الله سره د نښتو پر مهال ۸ اسرائیلي سرتېري ټپیان شوي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۲ غویی، ۱۴۰۵ل)
د اسرائیلو ۱۴م چینل د راپور له مخې، د لبنان د جنوبي سیمې د زوطر الشرقیه کلي په څنډو کې د حزبالله وسلهوالو او اسرائیلي ځواکونو ترمنځ په درې جلا نښتو کې اته اسرائیلي سرتېري ټپیان شوي دي. نښتې د نهر الليطاني شمالي لوري ته نږدې رامنځته شوې دي.
راپور زیاتوي چې اسرائیلي پوځ په همدې سیمه کې د نهر الليطاني پر سر انجینري عملیات ترسره کړي دي، چې هدف یې د راتلونکې لپاره د زغروالو او پیاده ځواکونو د تګ راتګ اسانتیا رامنځته کول و.



