مخابراتو وزارت د انټرنټ د بندېدو او محدودیتونو په اړه خپرې شوې اوازې رد کړې

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۲ غویی، ۱۴۰۵ل)

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د نوري فایبر او وایفای انټرنټ د بندېدو په اړه خپرې شوې ادعاوې رد کړې او د دغه وزارت ویاند عنایت‌الله الکوزي ویلي، هغه راپورونه چې ګواکې د انټرنټ د بندولو پرېکړه شوې، حقیقت نه لري او یوازې بې بنسټه اوازې دي.

الکوزي همدارنګه هغه ادعاوې هم رد کړې چې ګواکې د وزارت وزیر د استوګنیزو سیمو کې د انټرنېټي خدمتونو د محدودولو په اړه د مخابراتي شبکو له مسوولینو سره ناسته کړې ده.

هغه ویلي چې دا ډول خبرې په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوې او هېڅ رسمي بنسټ نه لري.

مربوطه مطالب

Back to top button