د روسیې-اوکراین جګړه؛اروپايي اتحادیه: د جرمني پخوانی لومړی وزیر د منځکړي په توګه نه منو

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۲ غویی، ۱۴۰۵ل)
د اروپايي اتحادیې غړو د روسیې د ولسمشر “ولادیمیر پوتین” هغه وړاندیز رد کړی،چې غوښتل یې د جرمني پخوانی لومړی وزیر “ګرهارد شرودر” د مسکو سره د راتلونکو احتمالي مذاکراتو لپاره د اروپایي اتحادیې لخوا د منځګړي په توګه وټاکل شي.
د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست مسؤلې خبریالانو ته وویل:
«دا به عاقلانه نه وي چې د اروپايي اتحادیې د مذاکره کوونکي ټاکنه روسیې ته وسپارل شي.»
هغې زیاته کړه:
«ګرهاډ شرودر لا هم د روسیې د دولتي شرکتونو لوړپوړی لابيګر دی. نو څرګنده ده چې پوتین ولې هغه د مذاکره کوونکي په توګه غواړي، ځکه هغه غواړي عملاً د مېز په دواړو خواوو کې خپل کس ولري.»
تر دې وړاندې ولسمشر “پوتین” د یوې پوښتنې په ځواب کې چې څوک د اروپا سره د خبرو د بیا پیل لپاره مناسب ګڼي، ویلي وو چې په شخصي ډول ګرهارد شرودر غوره بولي.
د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، ۸۲ کلن شولډر له کریملین سره نږدې اړیکې لري او د روسیې له خوا پر اوکراین د برید راهیسې یې د ډېرو لوېدیځو مشرانو پر ضد دریځ نیولی، خو هېڅکله یې د روسیې برید په ښکاره ډول نه دی غندلی.



