ذبیح الله مجاهد:د بنو برید په تړاو د پاکستان ادعاوې بېاساسه وبللې

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۲ غویی، ۱۴۰۵ل)
د افغانستان اسلامي امارت ویاند “ذبیح الله مجاهد” پر خپله ایکس پاڼه د یوې اعلامیې په خپرولو سره د پاکستاني چارواکو هغه وروستۍ څرګندونې رد کړې، چې ویلي یې وو، په بنو کې د پولیسو پر مرکز برید په افغانستان کې پلان شوی و.
ښاغلي “مجاهد” دغه ادعاوې بېاساسه بللې او ټینګار یې کړی، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ ستونزې باید د تورونو، ګواښونو او احساساتي دریځونو پر ځای د تفاهم، متقابل احترام او واقعي همکاریو له لارې حل شي.
په اعلامیه کې راغلي، چې اسلامي امارت یو ځل بیا خپل دریځ روښانوي چې د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد پر ضد ونه کارول شي او هیچا ته به اجازه ورنه کړل شي چې د سیمې امنیت او ثبات ته زیان ورسوي.



