شیخ نعیم قاسم: مقاومت ته به تر وروستۍ سلګۍ دوام ورکوو

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۳ غویی، ۱۴۰۵ل)

د لبنان د اسلامي مقاومتي غورځنګ مشر “شیخ نعیم قاسم ویلي، چې د مقاومت وسلې د لبنان یوه داخلي موضوع ده او په دې اړه به هېڅکله خبرې ونه شي.
شیخ نعیم قاسم د حزب‌الله او د اسلامي مقاومت مجاهدانو ته په یوه پیغام کې ټینګار کړی، چې د دوی بې‌پیلوټه الوتکو «نیواکګر صهیونیستي دوښمن او د نړۍ تر ټولو شرارت‌کوونکي هېواد امریکا وېرولي دي.»
هغه ویلي، چې مقاومت به خپل دریځ پیاوړی وساتي او د لبناني ولس څخه دفاع ورته لومړیتوب لري.
د نوموړي په وینا: «نه سر ټیټو او نه تسلېمېږو، هر څومره وخت چې ونیسي او هر څومره تلفات چې ورکړو، بیه یې له تسلیمېدو کمه ده.»
د حزب‌الله مشر مجاهدینو ته په خطاب کې ویلي: «تاسو نه مړ کېږئ؛ یا په میدان کې پاتې کېږئ او یا شهیدانېږئ او د پروردګار په نزد ژوندي یاست.»
شیخ نعیم قاسم همداراز ټینګار کړی چې مقاومت به میدان پرېنږدي او دغه میدان به د «صهیونیستي رژیم» لپاره په یوه جهنم بدل کړي او د هر ډول تېري ځواب به ورکړي.

مربوطه مطالب

Back to top button