کویټ: د ایران ځانکړي ځواکونه بوبیان ټاپو ته ننوتلي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۳ غویی، ۱۴۰۵ل)
د کویټ حکومت او د خلیج شورا عمومي منشي ادعا کړې، چې یو شمېر ایراني ځانګړي ځواکونه د کویټ بوبیان ټاپو ته ننوتلي او د دوی په خبره هلته د «دښمنانه اقداماتو» پلانونه جوړوي.
د راپورونو له مخې، د امریکا ځینې پوځي تاسیسات د بوبیان په سیمه کې، چې ایران ته نږدې موقعیت لري، ځای پر ځای شوي دي.
ویل کیږي چې د روانې جګړې پر مهال امریکايي ځواکونو له همدې ټاپو څخه پر ایران توغندي توغولي او د دوی جنګي الوتکو هم د بمبارۍ لپاره له دې سیمې الوتنې ترسره کړې دي.
د ویلو ده، چې تر اوسه ایراني چارواکو په دې اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.



