ولسمشر پزشکیان: د نړۍ هېوادونه دې د امریکا له خطرناکو غوښتنو سره مقابله وکړي

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲۷ غویی، ۱۴۰۵ل)
د ایران ولسمشر “مسعود پزشکیان” یو ځل بیا د امریکا او اسرائیلو پر سیاستونو سختې نیوکې کړې دي.
د راپورونو له مخې، پزشکیان د نړۍ د کاتولیکانو مشر ته په استولي پیغام کې د ایران پر ضد د امریکا او اسرائیلي رژیم وروستي اقدامات غندلي او ویلي یې دي، چې دغه کړنې نه یوازې د ایران پر ضد دي، بلکې د نړیوال قانون، انساني ارزښتونو او د الهي مذهبونو د اصولو خلاف هم ګڼل کېږي.
هغه د پاپ د اخلاقي دریځ ستاینه کړې او ټینګار یې کړی، چې نړیواله ټولنه باید د امریکا د “خطرناکو او غیرقانوني غوښتنو” پر وړاندې عادلانه او مسؤلانه دریځ خپل کړي.
پزشکیان ویلي، چې ایران تل د ستونزو د حل لپاره د یپلوماسۍ او سولهییزو لارو ته ژمن پاتې شوی او حتی د امریکا له “پرلهپسې خیانتونو” سره سره یې د خبرو اترو هڅې نه دي درولي. د هغه په وینا، تهران د پاکستان په منځګړیتوب د ترسره کېدونکو مذاکراتو هرکلی کړی او په اسلاماباد کې یې په “صادقانه او مسلکي” ډول په خبرو کې ګډون کړی دی.
د ایران ولسمشر زیاته کړې، چې د امریکا د غیرقانوني غوښتنو پر وړاندې د ایران درېدل، په اصل کې د نړیوالو حقوقو او لوړو انساني ارزښتونو دفاع ده.



