ایران: له امریکا سره خبرو کې له خپلو شرطونو نه تېریږو

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲۷ غویی، ۱۴۰۵ل)
د ایراني پارلمان د کورنیو چارو کمیسیون رییس “محمد صالح جوکار” ویلي، چې ایران له امریکا سره د خبرو اترو په دوهم پړاو کې ګډون نه دی کړی او لا هم پر خپلو اساسي شرطونو ټینګار کوي.
جوکار ویلي، په وروستیو ورځو کې د امریکا له لوري ځینې وړاندیزونه مطرح شوي؛ خو تهران تر اوسه د خپلو لومړنیو دریځونو او شرطونو پر بنسټ ولاړ پاتې دی.
هغه زیاته کړې، چې د ایران د مذهبي مشر “مجتبی علي خامنهيي” لس شرطونه د هر ډول مذاکراتو لپاره “سرې کرښې” ګڼل کېږي او له هغو پرته به هیڅ هوکړه ونه منل شي.
د نوموړي په وینا، په دغو شرطونو کې د هرمز تنګی د تګ راتګ د کنټرول مسئله، د سیمې د شخړو پای ته رسول، له سیمهییزو اډو د امریکايي ځواکونو وتل، پر ایران د لګول شویو بندیزونو لرې کول، د جګړو او فشارونو تاوان ورکول، د ایران د یورانیمو د غني کولو حق په رسمیت پېژندل او په بهر کې د ایران د کنګل شویو شتمنیو آزادول شامل دي.
ایراني چارواکو ټینګار کړی، چې هر ډول راتلونکې خبرې اترې باید د ایران د ملي ګټو او ټاکل شویو شرطونو پر بنسټ پر مخ ولاړې شي.



