ګڼو اسلامي او مقاومت پالو ګوندونو د عزیزالدین الحداد په شهادت خواشیني څرګنده کړې

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲۷ غویی، ۱۴۰۵ل)

د فلسطین د مقاومت له مخکښو څېرو څخه د حماس غورځنګ د پوځي څانګې د قومندان عزیزالدین الحداد د شهادت خبر د اسلامي نړۍ او مقاومت پالو ډلو پراخ غبرګونونه راپارولي دي. ګڼو اسلامي او سیاسي خوځښتونو د نوموړي شهادت د فلسطیني مقاومت لپاره ستره ضایعه بللې او د فلسطین ولس او د حماس مشرتابه ته یې د خواخوږۍ او تسلیت پیغامونه استولي دي.
په دې لړ کې اخوان المسلمین په خپل بیان کې ویلي، چې عزیزالدین الحداد د فلسطین د آزادۍ لپاره اوږده مبارزه کړې او نوموړی یې د مقاومت “وفادار قومندان” بللی دی. دغې ډلې ټینګار کړی، چې د فلسطین د مبارزې مشعل به د شهیدانو په وینو لا روښانه شي.
همداراز د پاکستان جماعت اسلامي ګوند د نوموړي شهادت غندلی او ویلي یې دي، چې د فلسطین د مقاومت مشران د اسرائیلي بریدونو له لارې نه شي ختمېدای. جماعت اسلامي د نړیوالې ټولنې پر چوپتیا هم نیوکه کړې او د فلسطیني ولس د ملاتړ غوښتنه یې کړې ده.
له بلې خوا د یمن انصارالله غورځنګ په خپل پیغام کې ویلي، چې د مقاومت د مشرانو شهادت د مبارزې روحیه نه شي کمزورې کولی. دغې ډلې د فلسطین له ولس سره د دوامداره ملاتړ پر ژمنې یوځل بیا ټینګار کړی ده.
اسلامي جهاد بیا عزیزالدین الحداد “د جهاد او قربانۍ سمبول” بللی او ویلي یې دي، چې د فلسطین مقاومت به د خپلو مشرانو پر لاره روان پاتې شي.
په ورته مهال د فلسطین د آزادۍ دیموکراتیک سازمان هم په یوه اعلامیه کې د نوموړي شهادت د فلسطین لپاره ستره ضایعه بللې او د اسرائیلو پر روانو بریدونو یې سختې نیوکې کړې دي.
یو شمېر نورو فلسطیني او اسلامي ډلو هم په خپلو جلا پیغامونو کې د عزیزالدین الحداد مبارزه، قرباني او د فلسطین د مقاومت په لیکو کې د هغه رول ستایلی او ټینګار یې کړی، چې د فلسطین د آزادۍ مبارزه به دوام لري.

مربوطه مطالب

Back to top button