آريانا افغان هوايي شرکت د کابل ـ ډهلي ترمنځ ورځنۍ دوه طرفه الوتنې پيل کړې

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۳ غبرګولی، ۱۴۰۵ل)
آريانا افغان هوايي شرکت د کابل او ډهلي ترمنځ د خپلو الوتنو شمېر زیات کړی او اوس یې دغه لاره ورځنۍ او دوه طرفه ګرځولې ده.
د اريانا افغان هوايي شرکت په وینا، دا پرېکړه د مسافرو د زیاتېدونکي غوښتنې او د سفر د اسانتیاوو د برابرولو په موخه شوې ده، په داسې حال کې چې مخکې هره اوونۍ څلور الوتنې ترسره کېدې.
د دې نوي تنظیم له مخې، مسافرین کولای شي هره ورځ په منظم ډول د کابل ـ ډهلي ترمنځ سفر وکړي، چې دا به د سوداګرۍ، درملنې، زدهکړو او کورنیو اړیکو په برخه کې اسانتیاوې زیاتې کړي.



