مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۹۱۲ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۳ غبرګولی، ۱۴۰۵ل)

د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء ویلي، چې تېره ورځ د تورخم، سپین بولدک، ورېښمو او اسلام کلا له لارې ټولټال ۹۱۲ کډوالې کورنۍ او ۴۸۱۴ تنه هېواد ته راستانه او ثبت شوي زياتوي چې یوازې د تورخم له لارې ۸۲۱ کورنۍ هېواد ته داخلې شوې دي.

همداراز ۱۱۹۲ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۶۵۸۰ تنه کېږي، بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوې او د ترانسپورټ په موخه میلیونونه افغانۍ کرایه ورکړل شوې ده.

راپور زیاتوي، چې له ۱۱۷۸ کډوالو کورنیو سره نغدي مرستې شوې، ۹۴۹ سیمکارتونه وېشل شوي او سلګونو کسانو ته روغتیايي او عامه خدمتونه وړاندې شوي دي. دغه راز د کډوالو د دایمي مېشتېدنې پروګرام په لړ کې په ۹ ولایتونو کې ۲۰۱۱ راستنېدونکو کورنیو ته د هستوګنیزو ځمکو نمرې وېشل شوې دي.

مربوطه مطالب

Back to top button