ولسمشر پزشکیان: د مجتبی خامنه‌يي له اجازې پرته هېڅ پرېکړه نه شي کېدای

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۳ غبرګولی، ۱۴۰۵ل)
د ایران ولسمشر “مسعود پزشکیان” د ایران او امریکا ترمنځ احتمالي توافق ته په اشارې ویلي، چې د “مجتبی خامنه ای” له اجازې پرته هېڅ ډول پرېکړه نه شي کېدای.
پزشکیان زیاته کړې: «د هېواد په اړه هېڅ ډول پرېکړه د ملي امنیت عالي شورا له چوکاټ او د انقلاب د ستر مشر له اجازې پرته نه شي کېدای. د هېواد اداره واحد تصمیم او جمعي اطاعت ته اړتیا لري.»
د ایران ولسمشر دغه څرګندونې وروسته له هغې کړي چې د امریکا ولسمشر “ټرمپ” ویلي و، چې واشنګټن له تهران سره هوکړې ته نږدې شوی او د هرمز تنګی به ډېر ژر پرانیستل شي.

مربوطه مطالب

Back to top button