د اوبو رسولو شرکت: هېواد کې له ۱۵۸ کیلومترو زیاتې شبکې نوي او معیاري شوي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۲ غبرګولی، ۱۴۰۵ل)

د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت مسوولین وایي چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو راهیسې یې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې له ۱۵۸ کیلومترو څخه زیاتې د اوبو رسولو شبکې نوي او معیاري کړي دي.
د مسوولینو په وینا، دغه پروژې د خدماتو د ښه والي او د نوو پېرېدونکو د جذب په موخه عملي شوې دي. همداراز د کابل ښار د نوآباد سیمې د دهمزنګ څخه تر پل آرتل پورې د اوبو رسولو د شبکې د بیا رغونې پروژه هم د همدې پلان برخه ده.
سرچینې زیاتوي چې یوازې د نوآباد سیمې د ۵۵۰ مترو شبکې له بشپړېدو سره به ۱۵۰ کورنۍ د پاکو څښاک اوبو ته لاسرسی ومومي، او دغه شبکه به د ۲۰۰ نورو کورنیو د نښلېدو وړتیا هم ولري.

مربوطه مطالب

Back to top button