افغان فوټبال ملي لوبډلې د «الماس جوبیلي» سیالیو په لومړۍ لوبه کې مالدیف ته ماتې ورکړه

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۲ غبرګولی، ۱۴۰۵ل)
د افغانستان فوټبال ملي لوبډلې د «الماس جوبیلي» څلور اړخیزو سیالیو په لومړۍ لوبه کې مالدیف ته د ۱ ـ ۰ په پایله ماتې ورکړه او خپل سیالیو ته یې بریالی پیل وکړ.
د لوبې یوازینی ګول رومان فیضي د سیالۍ په ۸۰مه دقیقه کې وواهه چې د افغانستان لپاره یې درې مهمې نمرې یقيني کړې.
په دې سیالیو کې د افغانستان، مالدیف، پاکستان او د بنګلهدېش د ۲۳ کلنو څخه کم عمره لوبډلې ګډون لري او د غبرګولي له ۱۱مې تر ۲۰مې نېټې پورې به له یو بل سره سیالۍ کوي.



