پروان کې د موټر چپه کېدو پېښه کې ۸ کسان مړه او ۲۰ نور ټپیان شوي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۲ غبرګولی، ۱۴۰۵ل)

د پروان ولایت په شینوارو ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۸ کسان مړه شوي او ۲۰ نور ټپیان دي.

د پروان د امنیې قوماندانۍ ویاند فضل الرحیم مسکینیار ویلي، پېښه نن له غرمې مخکې د غوربند شینوارو ولسوالۍ د استامې درې په سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه، کله چې یو فلانکوچ ډوله مسافر وړونکی موټر له سړک څخه ووت او چپه شو.

د نوموړي په وینا، په مړو او ټپیانو کې ښځې، ماشومان او نارینه شامل دي او قربانیان د شینوارو ولسوالۍ اوسېدونکي دي.

هغه زیاته کړې چې امنیتي ځواکونه سمدستي د پېښې سیمې ته رسېدلي او ټول ټپیان یې د درملنې لپاره د پروان ولایتي ملکي روغتون ته لېږدولي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button