اروپايي ټولنه پاکستان ته: افغانستان سره د ستونزو حل خبرو کې دی جګړه پارونکې کړنه ده

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۳ غبرګولی، ۱۴۰۵ل)
د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشرې “کایا کالاس” پاکستان ته په خطاب کې ویل، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د روانو لانجو د حل تر ټولو غوره لار خبرې اترې دي، نه هوايي بریدونه او پوځي اقدامات.
کایا کالاس وړمه ورځ په اسلام‌اباد کې د پاکستان د لومړي وزیر د مرستیال او بهرنیو چارو وزیر “اسحاق ډار” سره په ګډه خبري غونډه کې وویل چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د وروستیو میاشتو نښتو جدي پایلې لرلې او د سیمې بې‌ثباتۍ او افراطیت ته یې زمینه برابره کړې ده.
نوموړې ویلي، چې اروپايي ټولنې تل له دواړو لورو غوښتي چې له زغم او احتیاط څخه کار واخلي او د تاوتریخوالي کچه راټیټه کړي.
کالاس زیاته کړه، چې پاکستان د نړیوالو قوانینو له مخې د خپل هېواد او وګړو د دفاع حق لري؛ خو د اوسني کړکېچ د پای ته رسولو اغېزمنه او دوامداره لار خبرې اترې او دیپلوماټیک حل دی، نه بمبارد او پوځي فشار.
بل لور ته، د افغان حکومت ادعا کوي، چې د روان کال د فبرورۍ له ۲۲مې نېټې راهیسې د پاکستان په هوايي او ځمکنیو بریدونو کې ۷۶۱ ملکيان شهیدان او ۶۲۲ نور ټپیان شوي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button