تهران کویټ، بحرين او سيمه کې پر ځينو نورو امریکايي اډو بريدونه کړي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۳ غبرګولی، ۱۴۰۵ل)
د امریکا پوځ ویلي، ایران د بحرین، کویټ او د سیمې د ځینو نورو اهدافو پر لور توغندي توغولي، خو د امریکا د مرکزي قوماندانۍ په وینا دغه بریدونه یا شنډ شوي او یا هم خپلو هدفونو ته نه دي رسېدلي.
د رویټرز د راپور له مخې، امریکايي ځواکونو د دغو بریدونو په غبرګون کې د ایران د قشم ټاپو پر ځینو پوځي هدفونو بریدونه کړي دي.
بل لور ته، د ایران سپاه پاسداران ویلي چې په قشم کې د امریکا د برید په ځواب کې یې په کویټ کې پر یوې امریکايي پوځي اډې برید کړی دی.
سپاه دغه اقدام د خپل غبرګون لومړی پړاو بللی او خبرداری یې ورکړی چې د ایران پر خاوره، حاکمیت او ملي ګټو هر ډول نوی برید به له لا سخت او پراخ ځواب سره مخ شي.



