سپاه پاسداران: د ایران پر حاکمیت هر نوی برید به له سخت، پراخ او پرېکنده ځواب سره مخ شي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۳ غبرګولی، ۱۴۰۵ل)

د ایران سپاه پاسداران په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د قشم ټاپو پر ضد د امریکا د برید په ځواب کې یې په کویټ کې پر امریکايي پوځي اډو توغندیز بریدونه کړي دي. سپاه ادعا کړې چې دغه بریدونه دقیق او بریالي وو او ټاکل شوي هدفونه یې په نښه کړي دي.

په اعلامیه کې دغه برید د غبرګون لومړی پړاو بلل شوی او امریکا او هغو هېوادونو ته چې د ایران پر ضد د خپلو خاورې یا هوايي حریم د کارولو اجازه ورکوي، سخت خبرداری ورکړل شوی دی.

سپاه پاسداران ویلي، که د ایران پر حاکمیت او خاورې بیا هر ډول برید وشي، نو له لا سخت، پراخ او پرېکنده ځواب سره به مخ شي.

مربوطه مطالب

Back to top button