سپاه پاسداران: کوچنۍ تېروتنه کولی شي د ایران ـ امریکا تړون له خطر سره مخ کړي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۷ غبرګولی، ۱۴۰۵ل)
د ایران د اسلامي انقلاب ساتونکي ځواک “سپاه پاسداران”خبرداری ورکړی، چې د ایران او امریکا ترمنځ د وروستۍ هوکړې له نهایي کېدو وروسته هر ډول کوچنۍ تېروتنه، ناسمه محاسبه او یا د ژمنو نه عملي کول کولی شي د دواړو هېوادونو ترمنځ رامنځته شوی تفاهم له جدي ستونزو سره مخ کړي.
سپاه پاسداران په یوه اعلامیه کې ویلي، که څه هم دواړه لوري د کړکېچ د پای ته رسولو او د اړېکو د عادي کېدو پر لور روان دي، خو د هوکړې بریا د ټولو مادو د دقیق تطبیق او متقابل باور پورې تړلې ده.
اعلامیه زیاتوي، چې د هوکړې د پلي کېدو په بهیر کې هر ډول سرغړونه، ځنډ او یا ناسم اقدام کولای شي د وروستیو دیپلوماتیکو هڅو پایلې زیانمنې کړي او سیمه یو ځل بیا د ترینګلتیا پر لور بوځي.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې ټاکل شوې د ایران او امریکا ترمنځ د وروستۍ هوکړې د لاسلیک رسمي مراسم د روانې اوونۍ په پای کې ترسره شي او دواړه لوري یې د سیمې د ثبات لپاره مهم ګام بولي.



