د امریکا مرستیال ولسمشر:د ایران اقتصادي راتلونکی د اټومي هوکړې له پلي کېدو سره تړاو لري

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۶ غبرګولی، ۱۴۰۵ل)
د امریکا مرستیال ولسمشر مرستیال “جي ډي وینس” ویلي، که ایران خپلو ژمنو ته پابند پاتې شي، نو ښايي د بیارغونې هغه مالي صندوق ته لاسرسی ومومي چې د خلیج هېوادونو له خوا تمویلېږي.
ونس له سي‌بي‌اېس شبکې سره په خبرو کې ویلي، چې د امریکا او ایران ترمنځ د هوکړې له مهمو ګټو څخه یوه دا ده چې تهران به د بیارغونې لپاره د خلیجي هېوادونو له لوري شاوخوا ۳۰۰ میلیارده ډالر ترلاسه کړي.
نوموړي زیاته کړې، خو دغه مالي ملاتړ به یوازې هغه مهال عملي شي چې ایران خپلې ټولې ژمنې په بشپړ ډول پوره کړي او د هوکړې له شرایطو سره سم عمل وکړي.
د امریکا مرستیال ولسمشر ویلي، چې واشنګټن د خلیج هېوادونو له خوا د ایران د بیارغونې لپاره د پانګونې ملاتړ کوي، خو دا به هغه وخت ممکن وي چې تهران خپل اټومي پروګرام پای ته ورسوي، د غني شوو اټومي موادو اړوند فعالیتونه ودروي او د پراخو نړیوالو پلټنو او څارنې له نظام سره موافقه وکړي.
د نوموړي په وینا، د ایران اقتصادي بیا رغونه او نړیوالو مالي سرچینو ته لاسرسی د هغو ژمنو له عملي کېدو سره تړاو لري چې د احتمالي هوکړې په چوکاټ کې پرې توافق شوی دی.

مربوطه مطالب

Back to top button