کابل نن د ازبکستان او مرکزي اسیا هېوادونو د استازو د سیمهییزې غونډې کوربه دی

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۶ غبرګولی، ۱۴۰۵ل)
کابل نن د یوې مهمې سیمهییزې غونډې کوربه دی چې پکې د ازبکستان، تاجکستان، قزاقستان، قرغېزستان، ترکمنستان او اذربایجان استازي ګډون کوي.
د بهرنيو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، په دې ناسته کې د سیمې د امنیت او ثبات ترڅنګ د اقتصادي همکاریو او سیمهییز نښلون د پراختیا پر مهمو موضوعاتو بحث کېږي.
د بهرنیو چارو وزارت وايي، دا غونډه د سیمهییزو همکاریو د پیاوړتیا لپاره مهم فرصت دی او کولی شي د سوداګرۍ، ترانزیټ او پانګونې د پراختیا لپاره نوي لارې چارې وڅېړي.
همدارنګه د ګډون کوونکو هېوادونو د څېړنیزو مرکزونو ترمنځ د ګډو ننګونو او فرصتونو په اړه نظرونه تبادله کېږي، چې تمه کېږي د سیمهییزو پالیسیو همغږي لا نوره هم پیاوړې کړي.



