د اقینې بندر له لارې وارد شوي ۱۲ ټانکره بېکیفیته تېل بېرته ترکمنستان ته واستول شول

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۷ غبرګولی، ۱۴۰۵ل)
د فاریاب ولایت مقام وایي، د اقینې بندر له لارې هېواد ته وارد شوي ۱۲ ټانکره تېل د کیفیتي معیارونو خلاف تشخیص شوي او بېرته ترکمنستان ته مسترد شوي دي.
د ولایت مقام په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغو تېلو کیفیت د ټاکل شویو معیارونو سره سمون نه درلود. د اړوندو ادارو له لوري د ارزونې او تخنیکي څېړنو تر بشپړېدو وروسته پرېکړه وشوه چې یاد تېل بېرته صادرونکي هېواد ته ولېږدول شي.
د خبرپاڼې له مخې، دا اقدام د فاریاب والي ملا محمد حنیف حمزه په مشرۍ او د ځانګړي ټاکل شوي پلاوي د ارزونې او تعقیب په پایله کې ترسره شوی، څو هېواد ته د بېکیفیته نفتې توکو د واردېدو مخه ونیول شي.



