کابل کې د افغانستان او منځنۍ اسیا د څېړنیزو مرکزونو ګډه ناسته؛ متقي د سیمه‌ییزو همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۶ غبرګولی، ۱۴۰۵ل)

کابل کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په کوربتوب د افغانستان، منځنۍ اسیا او اذربایجان د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکزونو او فکري خونو لومړۍ ګډه سیمه‌ییزه ناسته کې د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي وویل چې دا ډول علمي او څېړنیزې ناستې د سیمې د هېوادونو ترمنځ د همکارۍ، تفاهم او ګډو پالیسيو لپاره مهم فکري بنسټ جوړوي.

هغه وویل چې نړۍ د بدلون په حساس پړاو کې ده او د اقلیمي بدلون، امنیتي ستونزو او اقتصادي ننګونو د حل لپاره سیمه‌ییزه همکاري اړینه ده.

د هغه په وینا، څېړنیز مرکزونه باید ګډ علمي تحلیلونه او عملي طرحې وړاندې کړي، څو حکومتونو ته د تصمیم نیولو لپاره واضح لوری برابر شي.

متقي زیاته کړه چې افغانستان د منځنۍ اسیا له هېوادونو لکه ازبکستان، تاجکستان، ترکمنستان، قزاقستان، قرغیزستان او اذربایجان سره د اقتصادي، ترانزیټي او علمي همکاریو پراختیا غواړي.

ښاغلي متقي وويل چې دا غونډه د لاندې اهدافو د تحقق په موخه ترسره کېږي:

-د افغانستان اسلامي امارت او د منځنۍ اسیا د هېوادونو، په شمول د اذربایجان، ترمنځ د متقابل درک زیاتول او پیاوړتیا؛

-د افغانستان او منځنۍ اسیا د لومړۍ مشورتي ناستې له لارې د ترلاسه شوو ژمنو او توافقاتو د عملي کولو لپاره د څېړنیزو وړاندیزونو ارزونه او تدوین؛

-د سیمې د سیاسي، اقتصادي او امنیتي بدلونونو او بهیرونو ژوره پېژندنه او آگاهي، او پر افغانستان او د منځنۍ اسیا هېوادونو یې د اغېزو ارزونه؛

-د سیمه‌ییز اتصال، اقتصادي پراختیا، ترانزیت، سوداگرۍ، پانگونې، فرهنگي تبادلو او کلتوري ډیپلوماسۍ په برخو کې د نوو همکارۍ میکانیزمونو پېژندنه او څېړنه؛

-د دې علمي او فکري فورم له لارې د سیمې د هېوادونو د ستراتېژیکو مطالعاتو مرکزونو، فکري ټانکونو او څېړنیزو بنسټونو ترمنځ د علمي او څېړنیزې همکارۍ پیاوړتیا؛

-او د بومي پوهې د تولید او د سیمه‌ییزو فرصتونو، ننگونو او گډ راتلونکي په اړه د سیمه‌ییز روایت د وړاندې کولو لپاره زمینه برابرول، د سیمې د هېوادونو پر علمي او فکري ظرفیتونو د اتکا له لارې.

مربوطه مطالب

Back to top button